عوامى نيشنل پارټۍ مينګوره کښې د ګرانۍ پرضداحتجاجى کيمپ لګولې

د سوات مينګوره سيمه کښې عوامى نيشنل پارټۍ د ناروا ګرانۍ پرضداحتجاجى کيمپ لګولې چې مقصد ئې په ګرانئ قابو موندو لړ کښې په واکمنو فشار اچول وو

عوامي نيشنل پارټۍ سوات ضلعې د صوبائي مشرانو په وينا مينګوره نشاط چوک کښې د ګرانئ خلاف احتجاجي کيمپ لګولي ووچې پکښې د پارټۍ يو شمير مشرانو او غرو ګډون اوکړو احتجاجي کيمپ ته د اے اين پي سوات ضلعې مشرانو وينا وه چي موجوده حکومت د خپلي نااهلۍ په وجه په عام اولس د ګراني ډرون حملې شروع کړي او دا چې موجوده ګرانۍ د اوولس د خوراکي څيرونو اخستو توان هم ختم شوېدې دغه مشرانو زياته کړه چې موجوده حکومت د ګرانۍ ټول ريکارډونه مات کړي او ورځ تر بله ګرانۍ کښې سېواوالي نه په ډاګه کيږي چې موجوده حکومت نااهله دې