عوامي نيشنل پارټي درې غړو ته شوکاز نوټسز جاري کړي

0
144
عوامي نيشنل پارټي درې غړو ته شوکاز نوټسز جاري کړي

عوامي نيشنل پارټي د پارټۍ فيصلو نه بغاوت او د ډسپلن خلاف ورزۍ باندې درې کسانو ته شوکاز نوټسې جاري کړي او د يو رکنيت ئې ختم کړے دے
عوامي نيشنل پارټۍ صوبائي صدر امير حيدر خان هوتي د شانګلے سره تعلق لرونکي حاجي سيد فرين ، حاجي سيد الرحمان او د مردان حمايت الله مايار لخوا د پارټۍ فيصلو نه بغاوت او د پارټۍ آئين او ډسپلن خلاف ورزۍ باندې هغوي ته شوکاز نوټسې جاري کړي او درې ورځو کښې دننه ئې ترې وضاحت طلب کړے
د وضاحت نه ورکولو په صورت کښې به د دوي خلاف د پارټۍ پاليسۍ مطابق کاروائي کولے شي
بلخوا د پارټۍ فيصلو نه بغاوت او په مخالف سرګرميانو او ګروپ بندۍ کښې ککړ پرويز احمد خان رکنيت هم ختم کړے شوېدے