عوامي نيشنل پارټۍ د قومي اسمبلۍ په ضمني انتخاباتو لپاره دوه اميدوارانو نومونو اعلان کړيدې

عوامي نيشنل پارټۍ د قومي اسمبلۍ په ضمني انتخاباتو لپاره دوه اميدوارانو نومونو اعلان کړيدې،د پارټۍ سينئر مشر حاجي غلام احمد بلور به د پيښور نه او هوم ګراونډ چارسدي نه به د اے اين پي صوبائي صدر ايمل ولي خان ميدان کې وي،
باچا خان مرکز کې د اے اين پي صوبائي پارليماني بورډ اجلاس د صوبائي صدر ايمل ولي خان په مشرۍ کې شوې،صوبائي پارليماني بوړډ په متفقه توګه حاجي غلام بلور او ايمل ولي خان ته د ټکټونو جاري کولو منظوري ورکړيده، د قامي اسمبلۍ ضمني انتخاباتو کې به په اين اے يو ديرشم پيښور حاجي غلام احمد بلور او د چارسدي په اين اے څليريشتم به ايمل ولي خان مقابله کوي، د قامي اسمبلۍ سپيکر لخوا د نهه غړو استعفې منظورۍ نه پس اليکشن کميشن په پنځه ويشتم ستمبر د ضمني انتخاباتو کولو اعلان کړيدې، ياده دي وي چې په اين اے يو ديرشم پيښور د پي ټي ائي حاجي شوکت علي او په اين اے څليريشتم چارسده فضل محمد خان تير اليکشن ګټلې وو، کال دوه زره اتلسم اليکشن کې په اين اے يو ديرشم غلام احمد بلور ته پي ټي ائي ماتې ورکړي وه،دغه شان اين اے څليرشتم چارسده کې د عوامي نيشنل پارټۍ مشر اسفنديارولي خان شکست سره مخ شوې وو،