عوامي نيشنل پارټۍ د وفاقي حکومت د اتحاد نه د بيليدو خبرونه دروغ ګرځولي

عوامي نيشنل پارټۍ د وفاقي حکومت د اتحاد نه د بيليدو خبرونه دروغ ګرځولي،په دې حقله هيڅ قسمه اجلاس نه دې طلب کړې شوې،اے اين پي چې څه فيصله کوي نو د اولس په وړاندي به وي،د عوامي نيشنل پارټۍ صوبائي صدر ايمل ولي ترديدي بيان،
ايمل ولي خپل ترديدي بيان کې د وفاقي حکومت د اتحاد نه بيليدو خبرونه دروغ ګرځولي وائي چې د اے اين پي پښتونخوا صدر په حيث د مرکزي اجلاس صدارت نه شم کولې، په دې حقله ځما په مشرۍ کې هيڅ قسمه اجلاس نه دې شوې، د عوامي نيشنل پارټۍ صوبائي صدر زياته کړيده چې حاضر وخت مرکزي پارټۍ د حکومتي اتحاد نه بيليدو پحقله هيڅ قسمه اجلاس نه دې کړې،اے اين پي چي کومه فيصله کوي نو هغه به د اولس په وړاندي وي، اے اين پي به د جمهوريت د بالادستۍ لپاره خپلي هلې ځلې جاري ساتي او په ميډيا ئې غږ کړيدې چې د غير تصديق شده او جعلي خبرونو نه دې ډډه اوکړي،،