غزنى او زابل کښې د وسله والو خلاف سيکيورټى فورسز کاروائيو پرمهال يوؤلس طالبان وژلى شوى دى

0
39

د افغانستان غزنى او زابل ولايتونو کښې د وسله والو خلاف سيکيورټى فورسز کاروائيو پرمهال يوؤلس طالبان وژلى شوى دى

غزنى ولايت لپاره د ملى اُردو وياند محمد حنيف خبرى ايجنسو ته وئيلى دى چې آب بند اولسوالۍ کښې د سيکيورټى فورسز په چيک پوسټونو د طالبانو د حملو کوشش ناکامه کړې شوے او جوابى کاروائۍ کښې اووه جنګيالى وژلى شوى دى
محمد حنيف وائى چې نښتې په وخت يو ملى اُردو ژوبل شوېدے
دې نه علاوه د زابل ولايت په ميزانى اولسوالۍ کښې هم طالبانو او امنيتى اهلکارو ترمينځه نښته شوېده
د زابل پوليسو مشر غلام جيلانى له طرفه جارى شوى بيان کښې وئيلى شوى چې نښته کښې مهم طالب کمانډر احمد آغا پشمول څلور وسله وال وژلى شوى دى ولې امنيتى اهلکارو ته څه قسمه مرګ ژوبله نه ده اوړيدلے