غزنى کښې د پوليسو په چيک پوسټ د طالبانو حملې کښې څلور تنه په حق رسيدلى دى

0
37
ننګرهار او کنړ کښې د داعش ډلې ديارلس وسله وال وژل شوي

د افغانستان غزنى ولايت کښې د پوليسو په چيک پوسټ د طالبانو حملې په نتيجه کښې درې اهلکارو په ګډون څلور تنه په حق رسيدلى دى ولى جوابى کاروائۍ په مهال پنځه جنګيالى وژلى شوى دى
افغان خبرى ادارو ترمخه زنک خان اولسوالۍ کښې د سيکيورټى فورسز او طالبانو ترمينځه نښته شوى چې پکښې دواړو غاړو ته مرګ ژوبله اوړيدلے ده
د زنک خان اولسوال غلام حسين خبرى ادارو ته وئيلى دى چې دا نښته هغه وخت شوى کله چې طالبانو د پوليسو په چيک پوسټ حمله وکړه
د حملې په نتيجه کښې درى پوليس اهلکار او د دوى يو ميلمه په حق رسيدلى او درى کسان ژوبل شوى دى
غلام حسين زياته کړه چې د حملې وروستو سيکيورټى فورسز جوابى کاروائى کړى او پنځه طالبان ئې وژلى دى