غزني ولايت کښې د سيکيورټي فورسز عملياتو دوران پنځلس طالبان وژلي شوي

غزني او کندهارکښې نښتو په مهال اووه سيکيورټي اهلکار او پنځلس طالبان وژلي شوي

د افغانستان غزني ولايت کښې د سيکيورټي فورسز عملياتو دوران پنځلس طالبان وژلي شويدي،بلخوا دي کنډي او ميدان وردک ولايتونو کښې د وسله والو حملو په نتيجه کښې د مقامي مليشې لس اهلکار په حق رسيدلي دي
د افغانستان دفاع وزارت لخوا جاري شوي بيان کښې وئيلي شويدي چې غزني ولايت کښې افغان کمانډوز د طالبانو خلاف آپريشن کړے چې پکښې پنځلس طالبان وژلي شويدي
بيان کښې زياته کړي شوي چې د آپريشن دوران سيکيورټي فورسز وسله او ګاډي هم برآمد کړيدي
بلخوا د ميدان وردک ولايت په بهسود اولسوالۍ کښې طالبانو د امنيتي اهلکارو په چيک پوسټونو حملې کړيدي
د بهسود ګورنر عبدالرحمان خبري ادارو ته وئيلي دي چې دې حمله کښې د مقامي مليشي پنځه اهلکار په حق رسيدلي او نهه ژوبل شويدي
دغه رنګ دي کنډي ولايت کښې هم د طالبانو حمله کښې د سيکيورټي فورسز مرستيال پنځه جنګيالي وژلي شويدي
د يوې بلې اطلاع ترمخه د بغلان ولايت ډپټي انټلي جنس چيف عبدالغفور او د هغه محافظ د طالبانو په حمله کښې په حق رسيدلي دي