غزني کښې د سيکيورټي فورسز کارروائۍ دوران اته جنګيالي وژلي شويدي

0
134

د افغانستان غزني ولايت کښې د سيکيورټي فورسز کارروائۍ دوران د يو مهم طالب کمانډر پشمول اته جنګيالي وژلي شويدي
د افغانستان داخله وزارت لخوا جاري شوي بيان کښې وئيلي شويدي چې غزني ولايت کښې د طالبانو خلاف سيکيورټي فورسز آپريشن کړېدے
بيان ترمخه د کارروائۍ دوران اته جنګيالي وژلي شويدي چې پکښې د طالبانو مهم کمانډر هم شامل دے
د غزني د والي وياندعارف نوري خبري ادارو ته وئيلي دي چې وژلي شوي جنګيالو کښې د قره باغ اولسوالۍ لپاره د طالبانو د سيکيورټې چارو مشر رفيع الله هم شامل دے
د هغه وينا وه چې د رفيع الله کمانډر وژنه سيمه کښې د امنيتي اهلکارو غټه کاميابي ده