غلط خبرونه په خورولو هند بې نقابه شوې ، عاصم افتخار

د خارجه دفتر ترجمان عاصم افتخار وئيلي دي چې بهارت ټوله دنيا کښې غلط خبرونه خورولو باندې بے نقابه شويدې، بهارت سره في الحال د سفارتي اړيکو بحالۍ امکان نيشته،دې لپاره بهارت ته سازګار ماحول جوړول ضروري دي، ترجمان دا هم وئيلي چې واهګه بارډر په ذريعه بهارت ته افغانستان ته د غنمو ليږلو اجازت ورکړې شوې وو ، ولې اوسه پورې د دې جواب نه دې راغلې

خارجه دفتر کښې هفته وار ميډېا بريفنګ پر مهال ترجمان عاصم افتخار اووئيل چې بهارت تير اويا کالو راهسې مقبوضه کشمير کښې د ظلمونو لړې جاري ساتلې، ټوله دنيا ترې خبر ده، بهارتي سوچ نړيوال امن لپاره لوئې خطره جوړ شويدې ترجمان اووئيل چې مونږ بهارت سره امن لپاره ډير کوششونه کړي، ولې بهارت بيا هم د منطقې امن خرابولو هڅې کوي،بدقسمتې نه بهارت زمونږ د امن د کوششونو مثبت جواب نه ورکوي، چې تر څو بهارت حالات سازګار کړې نه وي تر هغې دواړو ملکونو ترمينځ سفارتي اړيکې نشي بحاليدې د خارجه دفتر ترجمان مخکښې اووئيل چې افغانستان ته غنم ليږلو اجازت مو هم ورکړې ،ولې تردې دمه ئې جواب نه دې راغلې سي پيک په اړه ترجمان اووئيل چې په دې منصوبو کار د ځنډ ښکارکيدو خبرونو کښې صداقت نيشته ،کورونا باوجود سي پيک منصوبو باندې کار دوام لري ترجمان مطاب په دوه ويشتم او دري ويشتم مارچ اسلام آباد کښې د اوآئي سي وزرائے خارجه اجلاس کيدونکې دې،چې پکښې به افغانستان او کشمير معاملاتو باندې خبرې اتري کيږي