غواړو افغانستان کښې زنانوؤ ته خپل جائز حقونه ميلاو شي، انټونيو ګوتيريس

غواړو افغانستان کښې زنانوؤ ته خپل جائز حقونه ميلاو شي، انټونيو ګوتيريس

د اقوام متحده جنرل سيکټري انټونيو ګوتيريس د جنرل اسمبلۍ اتۀ اويايم اجلاس ته په افتتاحي خطاب کښې وئيلي چې موجوده نړۍ ته د توازن ضرورت دے،چا ته هم په يو بل ملک د تيري حق نشته،وائي چې د نړۍ ضروت د يوکرين غنمو ته دے جنګ ته نه، انټونيو ګوتيريس پخپل خطاب کښې وئيلي چې غواړو افغانستان کښې زنانوؤ ته خپل جائز حقونه ميلاو شي

انتونيو ګوتيريس پخپل خطاب کښې د ليبيا د طوفان ذکر هم کړے او هلته ئې په انساني ځانون په ضياع باندې د افسوس اظهار کړے،وئيلي ئي دي چې ټولې نړۍ ته دا مهال د توازن ضرورت دے،دا بے انصافي ده چې په موسمياتي بدلون کښې د يو ملک کردار نه وي خو اثرات ئې برداشت کوي
سيکټري جنرل پخپل خطاب کښې يوکرائن جنګ ته په اشاره وئيلي چې دا مهال د ټولې نړۍ ضرورت د يوکرائن غنمو ته دے،نه چې جنګ ته
ګوتيريس زياته کړې چې يو ملک ته هم حق نه دے حاصل چي په بل ملک باندې تيرے اوکړي
انتونيو ګوتيريس د افغانستان په حواله هم خبري کړي او وئيلي ئي دي چې غواړو افغانستان کښې زنانوؤ ته خپل جائز حقونه ميلاو شي