غور کښې د طالبانو په حمله کښې د مقامي مليشے څوارلس اهلکار په حق رسيدلي دي

د افغانستان غور ولايت کښې د طالبانو په حمله کښې د حکومت مرستيال مقامي مليشے څوارلس اهلکار په حق رسيدلي دي
د غور د والي وياندعبدالحي خبري ادارو ته وئيلي دي چې طالبانودولت يار اولسوالۍ کښې د حکومت مرسته کونکي مقامي مليشے په اهلکارو حمله کړېده،د هغه وينا وه چې دا حمله د پشته نور کلي حفاظت لپاره قائم کړي شوي چيک پوسټونو باندې شويدي، عبدالحي زياته کړه چې د حملو لوجې د مليشے څوارلس اهلکار په حق رسيدلي او دوه نور ژوبل شويدي
بلخوا د طالبانو ترجمان قاري يوسف دعوي کړي چې دې حمله کښې شل کسان وژلي شويدي