غېر قانوني قرضې معاف کوونکو نه به پېسې اخستے شي: چيف جسټس

0
25
چيف جسټس

چيف جسټس ثاقب نثار ريمارکس ورکړي چي کومو خلکو په غيرقانوني طريقه بينکونو نه اخستے شوے قرضے معاف کړے وي هغه به ترے واپس اخستے شي،که چا سره پيسے نه وي نو د هغوي اثاثے به خرڅولے شي
چيف جسټس آف پاکستان ثاقب نثار په مشرئي کښي د سپريم کورټ دري کسيزه بنچ قرضے معاف کولو په حواله د ازخود نوټس سماعت اوکړو،د نيشنل بينک او نجي بينکونو وکيلان هم عدالت ته وړاندے شو،چيف جسټس د بينکونو وکيلانو نه پوښتنه اوکړه چي څه اندازه شته څومره قرضے معاف کړے شوے دي،د نجي بينک وکيل عدالت ته اووئيل چي تقريبا څلور پنځوس ارابه روپے معاف کړے شوے دي،چيف جسټس ريمارکس ورکړي چي نيشنل بينک زياتره قرضے مختلف ټيکسټائل ملونو ته معاف کړي دي،رپورټ باوجود هم ذمه وارو خلاف کارروائي نه ده شوے،عدالت ته دے د رپورټ سمري وړاندے کړے شي
بيرسټر ظفرالله خان عدالت ته اووئيل چي محمد خان جونيجو،بے نظير بهټو،يوسف رضا ګيلاني،نواز شريف او چوهدري بردران هم قرضے معاف کړي دي
چيف جسټس وينا وه چي کومو خلکو په سياسي اثررسوخ يا په غيرقانوني طريقه قرضے معاف کړے دي د هغوي نه به پيسے واپس وصولولے شي