فاټا اصلاحاتی کميټې ممبرانو د شمالی وزيرستان مشرانو او سياسی نمائندګانو سره ملاقاتونه کړيدی

0
32

د فاټا اصلاحاتی کميټې ممبرانو د شمالی وزيرستان دوره کړے او هلته ئې د مقامی مشرانو او سياسی نمائندګانو سره ملاقاتونه کړيدی، د کميټې چئيرمين سرتاج عزيز وائې چې اصلاحاتو لپاره به تمام قبائيلی ايجنسو دورې کوؤلے شی او داچې د متاثرينو ته د معاوضے ادائيګې، کاروبار او انفراسټرکچر بحالی د حکومت اولين ترجيح ده

د سرکاری سرچينو وينا ترمخه د فاټا اصلاحاتو لپاره حکومتی اصلاحاتی کميټې غړو د شمالی وزيرستان دوره کړے او ئې د قبائيلی مشرانو او سياسی نمائيندګانو سره ملاقاتونه کړيدی
دورې پرمهال اصلاحاتی کميټې د شمالې  وزيرستان صورتحال جائزه واخيسته او دمتاثرينو واپسې او نورو معاملو باندې ئې د قبائلې مشرانو سره خبرۍ هم کړيدې
پۀ دې موقع د کميټې چئيرمين سرتاج عزيز وينا وه چې فاټا کښې اصلاحاتو پۀ غرض به د تمام ايجنسو دورې کوؤلے شی اوخپل رپورټ به وزيراعظم ته ړواندې کوی
د هغۀ وينا وه چې حکومت د متاثرينو ستونزې پۀ نظر کښې لرې او داچې د متاثرينو ته معاوضه، کاروبار او انفراسټرکچر بحالې د حکومت پۀ اولنوترجيحاتو کښې شامل دې