فاټا انضمام نه پس قبائيلي سيمو کښې د معدنياتو کانونه بند دي

فاټا انضمام نه پس قبائيلي سيمو کښې د معدنياتو کانونه بند دي

فاټا انضمام نه پس د قانون سازئ نه کيدو له وجي په قبائيلي سيمو کښې دمعدنياتو کاروبار په ټپه ودريدلے، دمعدنياتو کاروبار کوونکي تاجرانو صوبائي حکومت نه د ريليف مطالبه کړي
باجوړ، مهمند ،کرمه، شمالي ، جنوبي وزيرستان، او دره ادم خيلو کښې د ماربلو ، کرومائيټ او دغه شان د معدنياتو نور کاروبار شديد متاثر شويدے،
معدنياتوکاروبار سره تړلي تاجران وائي چي صوبائي حکومت د قانون سازي په بهانه زياتره د معدنياتو کانونه بند کړيدي،چي له وجي ئي دوي د سختو مالي مشکلاتو سره مخ دي
د معدنياتو کانونو مالکان وائي چي د صوبائي حکومت عدم توجو له وجي قامي خزاني ته د روزانه په بنياد د کروړونو روپو ټهيکه لګي،بائيدصوبائي حکومت قبائيلي سيمو معدنياتو متعلق فوري قانون سازي اوکړي چي دا شان د معدنياتو کاروبار بيرته بحال شي،
ياده دي وي چي د فاټا انضمام نه وړاندي په قبائيلي سيمو کښې د معدنياتو متعلق څه خاص قانون سازي موجود نه وه او هر چا به خپل معدنيات په خپلو وسائلو راويستل او مارکيټ ته به ئي منتقل کول