فاټا کښې غير ضرورى څلور سوه نهـ څلويښت سکولونه به بندولے شى

0
59

د سينټ قائمه کميټۍ برائے سيفران غونډې ته وئيلى شوى چې په فاټا کښې غير ضرورى څلور سوه نهـ څلويښت سکولونه به بندولے شى ،فاټا يونيورسټۍکښې به د درس او تدريس عمل د روان کال ستمبر مياشت نه شورو کولے شى،د کميټۍ چيرمين سنيټر هلال الرحمان وائى چې ترهه ګرۍ نه زيات کرپټ عناصرو فاټا ته نقصان رسولې دے

اسلام آباد کښې د سنيټر هلال الرحمان په مشرۍ کښې د سينټ قائمه کميټۍ برائے سيفران غونډه اوشوه
غونډې ته د فاټا چارواکو وئيلى چې په قبائلى سيمو کښې څلور سوه نهـ څلويښت سکولونه چې پکښې دوه سوه دوه نوى د هلکانو او يوسل اووه پنځوس جينکو دې،غير ضرورى دى چې د کومو بندولو فيصله شوے ده چې لپاره به ئې کميټى جوړولے شى
چارواکو زياته کړه چې د فاټا په شپږ سوه اته اويا سکولونو کښې به يو يو نوې استاذ تعينات کولے شى او دا ئې هم وضاحت کړے چې د بنديدونکى سکولونو استاذان او نوره عمله به نه شى فارغولے
د هغوى دا هم وينا وه چې فاټا يونيورسټۍ کښې به د کلاسونو اجرا د ستمبر مياشت نه د کولو کوشش کولے شى
غونډې ته د کميټۍ چيرمين هلال الرحمان ووئيل چې قبائلى سيمو ته ترهه 
ګرۍ دومره زيان نه دې رسولے څومره چې کرپټ عناصرو ورته رسولے
هغه زياته کړه چې د تعليم او صحت شعبو ته کرپشن سخت زيان رسولې دے