فراح کښې د مسافرو بس باندې بمي حمله، اتۀ کسان په حق رسېدلي

0
24
فراح کښې د مسافرو بس باندې بمي حمله، اتۀ کسان په حق رسېدلي

د افغانستان غربى ولايت فراح کښې د مسافرو په پوليس بمى حمله کښې کم نه کم اته اکسان په حق رسيدلى ، د فراح ولايت پوليس ترجمان وائى چې د سړک په غاړه ښخ کړے شوى بم له وجې چاودنه شوې ، پېښه کښې څلويښت مسافر ژوبل شوى دى چې پکښې زياتره ماشومان او زنانه شامل دى

د فراح ولايت پوليس ترجمان محب الله محب وئيلى چې پېښه هغه وخت رامخې ته شوه کله چې کابل ته تلونکے پوليس سحر وختى د ولايت په بلابولک سيمه کښې د چاودنې ښکار شو
د پوليس ترجمان وينا ده چې دا بم طالب وسله والو د سيکيورټى فورسز په لاره کښې نصب کړے وو ولې د مسافرو پوليس د بم چاودنې ښکار شو
په سوشل ميډيا د پېښې تصويران شريک کړے شوى کوم کښې چې د يو مسافر بس تباه شوې ، ډهانچه په نظر راځى او يو شميرافغان وګړى په موقع موجود دى