فرشته قتل کيس تفتيش باندې وزير داخله سپيکر اسد قيصر ته بريفنګ ورکړې

فرشته قتل کيس تفتيش باندې وزير داخله سپيکر اسد قيصر ته بريفنګ ورکړې

فرشته بى بى قتل کيس په حواله سپيکر قومى اسمبلې اسد قيصر سره وفاقى وزير داخله اعجاز شاه ملاقات کړې او د فرشته قتل کيس کښې تفتيش عمل باندې وزير داخله سپيکر اسد قيصر ته بريفنګ ورکړېدې
وفاقى وزير داخله اعجاز شاه ، سپيکر اسد قيصر ته ووئيل چې جوډيشل انکوائرى هم شروع شوې ډير زر به مکمل شى
په دې موقع سپيکر قومى اسمبلې اسد قيصر وفاقى وزير اخله ته اووئيل چې انصاف په لار کښې څه قسمه رکاوټ نشم برداشت کولې دغه کيس په ذاتى توګه ګورم ما د فرشتې خاندان سره وعده کړې چې دوى ته به انصاف ميلاويږى
سپيکر اسد قيصر ورته ووئيل چې اصلى ملزم دې زرترزره په ډاګه کړې شى او تفتيش عمل دې تيز کړې شى او جوډيشل انکوائرى مکمل کيدو پورې خاندان سره رابطې کښې به ووم