فنانشل ايکشن ټاسک فورس په اجلاس کښې د پاکستان نوم ګرے لسټ کښې شامل شوى

0
28
پاکستان د فنانشل ايکشن ټاسک فورس ګرے لسټ کښې شامل کړے شو

فنانشل ايکشن ټاسک فورس په اجلاس کښې د پاکستان نوم ګرے لسټ کښې شامل شوى ولې بليک لسټ فهرست کښې نوم شامليدو نه بچ کيدو لپاره پاکستان د دې تنظيم په شرائطوعمل درآمد باور ورکړېدے،امريکې د ايف اے ټى ايف شرطونه پورا کولو په حواله د پاکستان د اعلان هرکلې کړېدے
د ايف اے ټى ايف اجلاس اتوار د ورځې نه د فرانس په پيرس ښارکښې شورو شوى کوم چې د جمعے په ورځ ختم شوې وو
اجلاس دوران نګران وزير خزانه شمشاد اختر د ترهه ګرو خلاف کاروائيو،د دوى مالى مرستو مخ نيوى او منى لانډرنګ خاتمې لپاره حکومتى اقداماتو نه د اجلاس ګډون وال خبر کړى وو
د تنظيم شپږويشت غړو د شرخوښو مالى معاونت مخ نيوى لپاره پاکستان کوششونو باندې عدم اعتماد او ټيکس ايمنسټى سکيم باندې ئې تحفظات څرګند کړې وه ولې ترکى د پاکستان د اقداماتو ملاټر کړې وو
ګرے لسټ کښې د پاکستان نوم شاملولو تجويز امريکې وړاندې کړى وو او د پاکستان په نظام کښې موجود لس سټريټجکى غلطيانو نشاندهى کولو نه پس تنظيم لخوا په باقاعده توګه د پاکستان نوم ګرے لسټ کښې شامل کړې شوېدے
بلخوا پاکستان په بليک لسټ کښې نوم شامليدو نه بچ کيدو لپاره د تنظيم په ټولو شرطونو عمل درآمد باور ورکړېدے
د امريکى خارجه محکمې د ايف اے ټى ايف شرطونه پورا کولو په حواله د پاکستان د اعلان هرکلې کړېدې
د خارجه محکمې ترجمانى لخوا جارى شوى بيان کښې په پاکستان زور راوړې شوېدے چې ترهه ګرۍ د خاتمې لپاره دې نړى والې ورورلۍ او ايف اے ټى ايف سره په شريکه کوششونه وکړى