فوادچوهدرى او شبلى فراز په اليکشن کميشن ټکونه کړى

د وفاقي وزرا فواد چوهدري او شبلي فراز په اليکشن کميش ټکونه، فوادچوهدرى وئيلى دى چې د چيف اليکشن کمشنر خوله کښې د اپوزيشن ژبه ده ،اليکشن کميشن خپل رپورټونو کښې د اى وى ايم پحق کښې يوه خبره هم نه ده کړې ، ټيکنالوجي وزير شبلى فراز وئيلى دى چې حکومت به شفاف اليکشن لپاره خپل کوششونه جارى ساتى

اسلام اباد کښې وفاقى وزير اطلاعات فوادچوهدرى او وفاقى وزير برائے سائنس اينډ ټيکنالوجى شبلى فراز شريک خبرى غونډې ته وينا کړېده فوادچوهدرى وئيلى چې زما هره خبره د حکومت ترجمانى کوى او د اليکشن کمشنر سرګرمې متنازعه دى دوى اووئيل چې اليکشن کميشن په خپل رپورټونو کښې د اى وى ايم پحق کښې يوه خبره هم نه ده کړې،دوى داى وى ايم پحق کښې ټول مواد ضائع کړې وزير اطلاعات وئيلى دى چې مونږ چيف اليکشن کمشنر خلاف د توهين عدالت کاروائى لپاره هم تلې شو خو د صبر نه کار اخلو دوى اووئيل چې چيف اليکشن کمشنر دې په خپلې رويئې نظرثانى اوکړى فوادچورى اووئيل چې اليکشن به څنګه کيږى دا فېصله به پارليمان کوى شبلى فراز پريس کانفرنس دوران اووئيل چې حکومت شفاف انتخاباتو لپاره سنجيده کوششونه کوى دوى اووئيل چې صرف د اليکشن کميشن خلاف د اووه ديرش اعتراضاتو يو چارج شيټ دې شبلى فراز اووئيل چې اليکټرانک ووټنګ مشين کتو لپاره اليکشن کميشن او سياسى پارټو ته دعوت ورکړې شوې وو خو اليکشن کميشن په دې اړه مونږ سره هيڅ قسمه مرسته اونکړه دوى اووئيل لګى داسې چې اليکشن کميشن په دې معامله کښې سنجيده نه دې او اليکشن کميشن سره سياسى پارټې دا معامله د لم ليټ ښکار کوى