فواد چوهدرى وئيلى دى چې په حلقه دوه سوه نهه څلويښت کښې بدترين دهاندلې شويده

د اطلاعاتو وفاقي وزير فواد چوهدرې ووئيلې دې چې په حلقه دوه سوه نهه څلويښت کښې بدترين دهاندلې شويده او دوباره شميرې په ځاے په حلقه کښې بيا پولنګ پکار دې، اليکشن کميشن ته زمه وار طرز عمل خپلول پکار دې، فواد چوهدرې ووئيل چې دومره کم ووټونو سره اسمبلۍ نه تماشه جوړېږې، دائي هم وئيلې دې چې ايس او پيز باندې د ټولو نه کم عملدارامد په سند صوبه کښې دې

وفاقې کابيني غونډې نه پس پريس کانفرنس ته د وفاقي وزير وينا وه چې تيرو څليريشت ګهنټو کښې د کورونا نه د مړه شوې کسانو تعلق د پنجاب سره دې، خيبر پښتونخوا او پنجاب کښې ايس او پيز باندې عملدرامد سره کورونا کيسونو کښې واضحه کمې شويدې، سندکښې ايس او پيز باندې عملدرامد نه کيږې، اختر چټيانو کښې ايس پيز باندې عمل کولو سره د مثبت کيسونه شرح قابو کيدۍ شې وفاقې وزير ووئيل چې د انتخابې اصلاحاتو څلور برخي دې ، اليټرانک ووټنګ سره به د تولې حلقې نيتجه په شل مينټه کښې راځي، اي وي ووټنګ سره به بهر ملکونو کښې ميشته پاکستانيانو ته د ووټ حق ميلاؤ شې، فواد چوهدرې وينا وه چې مسلم ليګ ن او پيپلزپارټي بهر ملکي پاکستاني وګړو ته د ووټ حق نه ورکول غواړې، وفاقې کابيني دوه ارډيننسونه منظور کړېدې چې پکښې اليکشن کميشن ته اي وي ميشن استعمالو اجازت ورکړې شويدې، اليکټرانک ووټنګ په اړۀ د حکومت قانون سازۍ کار پورې شويدې، عدالتونو نه اول د وراثت سرټيفيکيټ اخستل ډير ګران وو، ولې اوس نادرا شجره کتلو نه پس د وراثت سرټيفيکيټ جارې کوې