فواد چوهدري د ګرفتارۍ په وخت د نشې په حالت کښې وو، ميډيکل رپورټ

فواد چوهدري د ګرفتارۍ په وخت د نشې په حالت کښې وو، ميډيکل رپورټ

د پاکستان تحريک انصاف رهنما فواد چوهدري ميډيکل رپورټ اسلام آباد پوليس ته موصول شويدې، رپورټ کښې وئيل شوي چې فواد چوهدري د ګرفتارۍ په وخت د نشې په حالت کښې و،پوليس د ميډيکل رپورټ راتلو نه پس د نورې کاروائي لپاره د هغه خلاف بله مقدمه درج کړيده

د پوليس ترمخه پخوانې د قامي اسمبلي رکن فواد چوهدري په ميډيکل رپورټ کښې دا خبره مخې ته راغلې چې د ګرفتارۍ په وخت فواد چوهدري د نشې په حالت کښې و
پوليس د فواد چوهدري ميډيکل رپورټ راتلو نه پس د نورې کاروائي لپاره بله مقدمه درج کړيده
ياده دې وي چې د فواد چوهدري پرضد سيکرټري اليکشن کميشن په مدعيت کښې د اسلام آباد تهانه کوهسار کښې مقدمه درج کړې شوې وه،دمقدمه ترمخه په هغه د اليکشن کميشن چارواکو ته د دهمکيانو ورکولو الزام و،خو بيا په وړمبې فرورۍ په دغه کيس کښې عدالت د فواد چوهدري ضمانت منظور کړې و