فواد چوهدري وائي ټول ملک کښي به په پينځه ويشتم اپريل وړومبۍ روژه وي

فواد چوهدري وائي ټول ملک کښي به په پينځه ويشتم اپريل وړومبۍ روژه وي

وفاقي وزير سائنس اينډ ټيکنالوجي فواد چودهري د روژي د مياشت شروع کيدو نيټه ايښودي ده ،وائي چي ټول ملک کښي به په پينځه ويشتم اپريل وړومبۍ روژه وي
فواد چودهري په ټوئټر بيان کښي ووئيلي چي انشاالله د رمضان المبارک مياشت به په څليرشتم اپريل ټول ملک کښي ليدے شي او دغه شان وړومبي روژه به په پينځه ويشتم اپريل وي ۔ هغه زياته کړه چي مرکز رويت هلال کميټي د ذي القعد او رجب مياشتو غلط تاريخونه ورکړي وو۔
فواد چودهري وائي چي په پينځم مارچ به د پارليمان مذهبي چارو کميټي ته بريفنګ ورکوم او په ډاګه کوم به چي اخترد تقسيم نه بلکه د اتحاد سبب جوړ شي ۔
ياده دي وي چي تير کال فواد چودهري دعوي کړي وه چي د هغوي وزارت يو داسي موبائل ايپ جوړ کړے دے د کوم په وجه به چي د روژي او اختر مياشت هر يو کس ليدے شي