فواد چوهدري چي څه کوي، په هغي کښې زه ايکټيو نه يم، اسد عمر

فواد چوهدري چي څه کوي، په هغي کښې زه ايکټيو نه يم، اسد عمر

فواد چوهدري چي څه کوي، په هغي کښې زه ايکټيو نه يم، د پي ټي آئي رهنما اسد عمر ميډيا سره خبري، وائي چي د فواد چوهدري څه مقصد دے، هغه پخپله ښه وئيلي شي، اسد عمر مطابق د پي ټې آئي سره ولاړ يم، او د لاري جدا کولو مي څه سوچ نه دے کړے،
پخواني وفاقي وزير او د پي ټي آئي رهنما اسد عمر لاهور انسدادي دهشت ګردي عدالت ته پيش شوے وو، عدالت عسکري ټاور باندي حملے او جلاو ګهيراو کيس کښي د اسد عمر ديارلسم جون پوري عبوري ضمانت منظور کړيدے او هغه ته ئي تفتيش کښې د شامليدو حکم ورکړيدے
ورستو عدالت نه بهر ميډيا سره خبرو کښې اسد عمر د فواد چوهدري لخوا رابطے خبرونو ترديد اوکړو او ووئيل چي فواد چوهدري څه کوي، زه د هغه مشن برخه نه يم، اسد عمر مطابق د فواد چوهدري څه مقصد دے، هغه به پخپله تفصيلات وړاندي کوي