فيصل اباد کښې زنانو سره د تشدد پېښه

د خزو سره تشدد يوه بله شرمناکه پيښه، فيصل اباد کي ردي راغونډونکي زنانو باندي تشدد سره سره د هغوي کپړي هم شلولے شوي، دغه حالت کي ورله بيا ويډيو جوړه کړي شوي ده

فيصل اباد پوليس ترجمان مطابق ملت ټاون کي څلور زنانو ،ردي يعني کاغذونه راغونډول، دي دوران دوي اوبو څکلو لپاره يواليکټرک سټور ته ننوتي، چرته چي د سټور مالک صدام او د هغه دري ملازمينو په دغي خزو باندي د غلا تور پوري کړي، وهلي ټکولي دي، جامي ي تري ويستي او بيا ي ورله ويډيو جوړه کړي ده، د بازار ځني نورو دوکاندارانو هم په دغه تشدد کي برخه اخستي وه، ورستو د متاثره زنانو په مدعيت کي رپورټ درج شوي، سټؤر مالک سره د درے ملازمينو ګرفتار کړي شوي دي ،