فيصل واوډا نااهلۍ کيس ، راتلونکى سماعت کښې د چا نه راتلو صورت کښې فېصله محفوظ

فيصل واوډا نااهلۍ کيس کښې چيف اليکشن کمشنر ريمارکس ورکړي دي چې هائيکورټ ته ورته په دوه مياشتو کښې د فيصلې حکم کړے وو، کيس به نور ځنډيدو ته پرېنږدي ، که راتلونکي سماعت ته څوک رانغلل نو فيصله به محفوظ کړي

اليکشن کميشن کښې د فيصل واوډا نااهلۍ کيس سماعت شوے دے فيصل واوډا او قادر مندوخيل کميشن ته وړاندې شوي ، فيصل واوډا تحريري دلائل جمع کولو لپاره مهلت غوښتے دے ، وائي چې زما وکيل بيمار دے سفر نشي کولے ، مهربانۍ اوکړۍ لږ وخت راکړۍ چيف اليکشن کمشنر جواب ورکړے دے چې کيس د وړاندې نه د تاخير ښکار دے ، فريقينو ته مو وئيلي وو چې حتمي دلائل ورکړۍ ، که تحريري دلائل جمع کول غواړۍ خو ټهيک ده ګني مونږ به په زاړو دلائلو فيصله ورکړو ، که وکيل نيشته نو تحريري دلائل جمع کولو تاسو ته واضحه وئيلے شوي وو چيف اليکشن کمشنر فيصل واوډا نه استفسار کړے چې درخواست ګزارو کوم سرټيفکيټ ورکړے وو ، آيا تاسو دا قبلوۍ ؟ يو خو تاسو دغه سرټيفکيټ نه تسليموے بلخوا د دې اعتراف کوۍ چې هغوي دهري شهريت لري ، چې کله تاسو کاغذات نامزدګي جمع کړه ، تاسو هغه ټائم شهريت پريښې وو ؟ فيصل واوډا تاسو سره خو به د شهريت لرې کولو ثبوت موجود وي ، فيصل واوډا جواب ورکړو چې ما ته پته نه وه ، چې کله ايم اين اے ووم نو الزامات راباندې اولګيدل ، زه اوس سيټ نه مستعفي شوے يم اليکشن کميشن فيصل واوډا ته د تحريري جواب جمع کولو لپاره وخت ورکړو او د کيس سماعت ئې تر 23 دسمبر پورې اوځنډولو،