فيل طالب علمان به درې ديرش فېصده نمبرو سره پاس کولې شى ، شهرام خان ترکۍ

د خيبر پښتونخوا تعليم صوبائي وزير شهرام خان ترکۍ وئيلي چې کوم زده کوونکي فيل شوي هغوي به دري ديرش فيصده نمبرو ورکولو سره پاس کولی شي، دا يې هم وئيلي چې د لازمي مضمونونو نمبرې به د اختياري مضمونونو اوسط سره معلومولی شي چې دا شان په لازمي مضمونونو کښې هم دري ديرش فيصده حساب سره نمبرې ورکړی شي

شهرام خان ترکۍ دا هم وئيلي چې راتلونکي تعليمي کال لپاره به شارټ سمارټ سليبس نه شي جوړولې بلکه امتحان به د مکمل نصاب سره اخستل کيږي شهرام خان ترکۍ په ټوئټر جاري کړې شوي بيان کښې وئيلي چې نصاب ته د اپريل يا مئي مياشت پورې ختمي شکل ورکړي او دا چې امتحانات به په هر صورت اخستلې شي د تعليم صوبائي وزير شهرام خان ترکۍ دا هم وئيلي چې په تعليمي سيکټر کښې د ويکسينيشن عمل په تيزۍ سره جاري دے او ددې په بنياد به اين سي او سي ته زر تر زره د ټولو تعليمي ادارو مستقل پرانستلو تجويز وړاندې کولې شي