فېس بک له خوا د غلط معلوماتو او سنسني خېز مسئلو په هکله نيوز فيډ کښې د بدلون فېصله

0
37

د سماجي رابطو ويب سائټ فيس بک د غلط معلوماتو او سنسني خيز مسئلې ختمولو لپاره په نيوز فيډکښې تبديلۍ کولو فيصله کړې ، اداره وائي چې د خبرونو مستند او قابل اعتبار جوړولو لپاره به د صارفينو نه سروے هم کولے شي
د فيس بک باني مارک زکربرګ وئيلي چې ښه معياري خبرونو ته ترجيح ورکولو لپاره به د صارفينو نه تپوس کولے شي چې هغوي د کومو ذرائعو نه ملاو شوي خبرونو باندې اعتبار کوي، صارفينو نه به د سروے په ذريعه د دې معلومولو کوشش هم کولے شي چې هغوي په کوم خبر يقين او اعتبار لري
مارک زکربرګ وائي چې د فيس بک نيوز فيډ باندې به اوس د خبرونو متعلق مواد څلور فيصده شي کوم چې مخکښې پينځه فيصده وو ، فيس بک د دې اقدام په ذريعه سوشل ميډيا باندې د جعلي خبرونو مسئله حل کول غواړي
فيس بک باني زياتوي چې د برانډز او ميډيا متعلق خبرونو په ځائے به د خاندانونو او ملګرو ترمينځه ګفتګو په موادو به زور ورکولے شي ، د دې تبديلۍ وروستو به اوس د خبرونو چهان بين او تصديق د فيس بک انتظاميه نه بلکه صارفين په خپله کوي