چيف جسټس قاضي فائز عيسيداسلام اباد قائداعظم يونيورسټۍ سنډيکيټ اجلاس کښې ګډون کړې ، اجلاس کښي د طلبا يونين بحالۍ فيصله شوي ،دي لپاره د قانون طے کولو کميټي هم جوړه کړې شوي ، چيف جسټس په يونيورسټۍ کښي داسلۀ بردارو په موجودګۍ د خفګان اظهار کړي حکم ئي کړې چې قائداعظم يونيورسټي دي منشيات او اسلحه نه پاک کړې شي
چيف جسټس قاضي فائز عيسي دقائداعظم يونيورسټۍ سنډيکيټ اجلاس کښې شرکت کړي ، دسنډيکيټ غونډه دوائس چانسلر پروفيسر نياز په مشرۍ کښې ترسره شوي،چيف جسټس د دسنډيکيټ رکن په هيڅ اجلاس کښي شرکت کړي ،اجلاس کښي دقائداعظم يونيورسټۍ طلبا يونين بحال کړې شوې دي او د قواعدو طے کولو لپاره کميټي هم جوړه کړې شوې ده،
ذرائع وائي چې د سيکرټري تعليم وسيم اجمل په مشرۍ کښې طلبا يونين قانون طے کولو لپاره کميټي هم جوړه کړې ده، او وئېلې ئې دي چې يونين دې غير جماعتي وي، فرقه واريت او لساني تقسيم نه دې پاک وي
ذرائع زياتوي چې چيف جسټس د پوليس او رينجرز وسله په لاس يونيورسټۍ کښې په موجودګۍ دخفګان اظهار کړې او حکم ئې ورکړې چې د يونيورسټۍ نه دې اسلحه او منشيات فوري طور سره ختم کړې شي
چيف جسټس وائي چې چاته هم يونيورسټۍ کښې د مداخلت اجازت مۀ ورکوۍ، ايجنسيانو ته هم د يونيورسټۍ معاملاتو کښې د مداخلت اجازت نيشته،دلته دې صرف په اعلي تعليم باندې توجه ورکړې شي
ذرائع وائي چې چيف جسټس يونيورسټۍ کيمپس کښې د سائيکلنګ کولو هدايت هم ورکړې
ياده دې وي چې قائداعظم يونيورسټۍ کښې اخري ځل قائم مقام چيف جسټس بهګوان داس اجلاس کښې شرکت کړې وو، پخواني چيف جسټس عمر عطا بنديال يو ځل آن لائن اجلاس کښې شرکت کړې وو