قامى احتساب بيورو د بريګيډير ريټائرډ اسد منير د مبينه خودکشۍ د نکوائرې فېصله کړېده

0
15
نيب داسد منير خودکشۍ معاملې تحقيقاتي رپورټ سپريم کورټ کښې جمع کړي

قامى احتساب بيورو د بريګيډير ريټائرډ اسد منير د مبينه خودکشۍ د نکوائرې فېصله کړېده ، ترجمان نيب وائى چې دغه فېصله چيئرمين نيب پخپله کړې او دې حوالې سره ئې د ادارې پنډې دفتر ته ټول ريکارډ هم طلب کړېدې
د قامى احتساب بيورو طرف نه جارى شوې اعلاميه کښې وئيلى شوى چې چيئرمين نيب د بريګيډير ريټائرډ اسد منير د مبينه خودکشې د انکوائرى فېصله کړېده
ترجمان وائى چې د دغې معاملې انکوائرى به چيئرمين نيب پخپله کوى او دې حوالې سره د نيب پنډې دفتر نه ټول ريکارډ هم طلب کړې شوې دې
ياده دې وى چې څو ورځې وړاندې بريګيډئر ريټائرډ خودکشى کړې وه او يو خط ئې پرېښودې وو چې پکښې د نيب لخوا تنګولو ذکر شوې وو
دغې معاملې باندې چيف جسټس اصف سعيد کهوسه ازخودنوټس اخيستې او چيئرمين نيب ته ئې نوټس جارى کړېدې