قامى احتساب بيورو د کراچۍ اليکټرک کمپنى پرزد د پلټنو فېصله کړې

قامى احتساب بيورو د کراچۍ اليکټرک کمپنى پرزد د پلټنو فېصله کړې

قامى احتساب بيورو د اولسى شکايتونو او ميډيا رپورټس وروستو د کراچۍ اليکټرک کمپنى پرزد د پلټنو فېصله کړې او د متعلقه محکمې ټول دستاويزات او سرمايه کارى تفصيلات ئې غوښتې دى
د نيب لخوا جارى شوې اعلاميې ترمخه چيئرمين نيب جسټس جاويد اقبال د کے اليکټرک پرزد د اولسى شکايتونو او ميډيا رپورټس نوټس اخستې او په باقاعده توګه د دغه شکايتونو جاج اخستو وروستو ئې د پلټنو امر کړېدې
اعلاميې ترمخه چيئرمين نيب کراچۍ کښې موجود د نيب واکمنو ته د کے اليکټرک دستاويزاتو ، سرمايه کارۍ او لوظنامو کاپيانې ترلاسه کولو هدايت کړې
نيب لوظنامې ترمخه کے اليکټرک د کراچۍ اولس لپاره د بجلۍ ترسيل په اړه د لوظنامو پاسدارى نه ده کړې او دې نه علاوه کراچۍ کښې غير اعلانيه لوډشيډنګ او اربونو روپو اوور بلنګ الزام هم دې
چيئرمين نيب په حکم د نيب کراچۍ دفتر به د دغه ټولو معاملاتو جاج اخلى او باقاعده توګه به پلټڼې کوى