قامى اسمبلې غونډه د سپيکر اسد قيصر په مشرې کښې شوې

د قامي اسمبلۍ اجلاس د سپيکر اسد قيصر په مشرۍ کښي شروع شو ولي د اپوزيشن له ړخه د کورم د نشادهۍ لوجي مختصر کاروائي نه روستو ځنډولي شويدي۔ مختصر اجلاس کښي د بلوچستان پخواني وزير اعلي سردار عطاالله مينګل ته د خراج عقيدت وړاندي کولو قرار هم په متفقه طور منظور کړي شو۔

قامي سمبلۍ اجلاس کښي وزير مملکت علي محمد خان سردار عطاالله مينګل ته د غراج عقيدت وړاندي کولو قرداد پيش کړو کوم چي متفقه طور منطور کړي شو۔ اجلاس کښي د پيپلز پارټۍ نويد قمر د پيټروليم مصنوعاتو د قيمتونو په اړه تحريک وړاندي کو او اوئيل بايد ايوان دي په دے خبره اوکړي۔ په جواب کښي مشير پارليماني امور بابر اعوان اوئيل چي نن په ايجنډے ډير معاملات دي بايد په دے سبا خبره اوکړے شي۔ اجلاس کښي د مسلم ليګ ن احسن اقبال هم د نارووال اسپورټس کمپلکس په اړه خبره اوکړه او اوئيل چي موجوده حکومت د ترقۍ ټولي منصوبے ودرولي دي۔ اجلاس کښي سينير صحافي سي آر شمسي او د سابق رکن قامي اسمبلي پروان سپرا لپاره د مغفرت دعا هم اوشوه۔ اجلاس کښي چي کله د مسلم ليګ ن ساجد مهدي او د ايم کيو ايم اقبال محمد علي د کورم نشادهي اوکړه نو اسپيکر اجلاس د پير د روزي پوري اوځنډولو