قامي اسمبلۍ سېشن دوران خورشيد شاه لخوا پټرولئيم ليوي کښې اضافه باندې تشويش

0
26
قومې اسمبلۍ اجلاس نن مازيګر څلور بجے کيږي

قامى اسمبلۍ کښې په بجټ باندې بحث جارى دے،اپوزيشن ليډر خورشيدشاه پټروليم ليوى کښې اضافه باندې د تشويش اظهار کړېدے، ايوان د قائداعظم يونيورسټۍ فزکس شعبه مسلمان سائنس دان الفتح عبدالرحمان په نوم کولو قرارداد منظور کړېدےبلخوا د سينټ په اجلاس کښې د ګردشى قرضو تحقيقاتو لپاره کميټى قائمولو قرارداد منظور شوېدے

د قامى اسمبلۍ غونډه د سپيکر آياز صادق په مشرۍ کښې شوى چې پکښې اپوزيشن ليډر خورشيد شاه په بجټ بحث جارى ساتلى وو
د هغه وينا وه چې حکومت لخوا پټروليم ليوى کښې اضافې سره کم آمدنې والا طبقه متاثره کيدې شى
خورشيد شاه د مجموعى ملکى پيداوار شرح په تناسب ټيکسونو کښې اضافے او مراعات يافته طبقه ټيکس دائره کښې راوستو باندې زور راوړې دے
د تحريک انصاف ممبراسدعمربحث کښې برخه اخستو په وخت وئيلى دى چې د ټيکس موجوده نظام له وجے اولس د غربت ښکار کيږى
هغه زياته کړه چې براه راست ټيکس د يو اعشاريه اته فيصد نه يو اعشاريه درې فيصد ته کم شوېدے ولې بالواسطه ټيکسونو کښې لس اعشاريه درې فيصده اضافه شوېده
دغه رنګ نعيم کشورخان د زرعى او صنعتى شعبو د ترقۍ لپاره حکومت لخوا بجټ کښې اعلان شوى تجويزونو هرکلى کړېدے
بلخوا د صادق سنجرانى په مشرۍ کښې د سينټ غونډه هم شوېده
په بجټ بحث کولو په وخت ميا رضاربانى ووئيل چې موجوده حکومت له دا بجټ وړاندې کول نه وو پکار ځکه چې دې سره د راتلونکى پارليمان استحقاق مجرو ح شوېدے
د هغه وينا وه چې دا ډيره لويه بدقسمتى ده چې د څلورم اين ايف سى ايوارډ د اعلانولو نه بغېر دا بجټ وړاندې کړې شوېدے
د ايوان بالا اجلاس په مهال د ګردشى قرضو تحقيقاتو لپاره کميټى قائمولو قرارداد منظورشوې او چيئرمين سينټ لخوا د شبلى فراز په مشرۍ کښې دولس کسيزه کميټى جوړه کړى شوې ده