قامي لوبه هاکۍ کښې پاکستاني ټيم باندې د پابندۍ انديښنه ده

0
13
قامي لوبه هاکۍ کښې پاکستاني ټيم باندې د پابندۍ انديښنه ده

پروهاکي ليګ کښې شرکت نه کول پاکستان ټيم ته ګران پريوتل ،قامي لوبه هاکۍ کښې پاکستاني ټيم باندې د پابندۍ انديښنه ده ،شهباز سينئر سويټزر لينډ کښې شوي اجلاس کښې مؤقف خپلې کړيدے چې د فنډ کمي په وجه پاکستان ټيم پرو هاکي ليګ کښې شرکت نه دې کړے
د کال نورلس سوه څلوري نوي ورلډ کپ فاتح ټيم کپتان شهباز احمد سينئير سويټزرلينډ کښې شوي غونډه کښې د ايف آئي ايچ اجلاس ايګزيکټيو ممبر په حيث ګډون کړيدے
اجلاس کښې د پاکستان ټيم پروهاکي ليګ کښې شرکت نه کولو معامله هم زير بحث راغلي وه
سرچينې وائي چې سيکرټري پي ايچ ايف شهباز احمد سينيئر اجلاس کښې مؤقف خپل کړے چې پروهاکي ليګ لپاره د پاکستان ټيم تياريانې مکمل وې لوبغاړو ئې د يو مياشت نه تربيني کيمپ اوټيم انتخاب نه پس ارجنټائن ويزو لپاره خواست هم شوې وو خو د فنډز کمي په وجه ئې دغه ليګ کښې شرکت اونکړې شو
واضحه دې وي چې پروهاکي ليګ کښې شرکت نه کولو په وجه قامي ټيم باندې د بنديز انديښنه ده