قامي کرکټ ټيم کښې د خپلو غلطيانو نه د زدکړې صلاحيت هم نيشته دې: رميز راجه

قامي کرکټ ټيم کښې د خپلو غلطيانو نه د زدکړې صلاحيت هم نيشته دې: رميز راجه

قامي کرکټ ټيم کښې د خپلو غلطيانو نه د زدکړې صلاحيت هم نيشته دې،د سابقه کپتان او مشهور کمنټيټر رميز راجه اسټريلياپه ضد د ګرين شرټس په خرابه کارکردګې تبصره کړي، وئيلي دي چي داسي ښکاري قامي لوبغاړو کرکټ لوبول هير کړيدې
اسټريليا په ضد ټي ټوينټي سيريز کښې بدترين کارکردګې باندي سابقه کپتان او مشهور کمنټيټر رميز راجه په قامي ټيم سخت تنقيد کړې ، وئيلي دي چي کله يو ټيم ميچ اوبيلي نو د خپلو غلطيانو نه زدکړه اوکړي او راتلونکي ميچ لپاره تيارې شروع کړي
ولي قامي کرکټ ټيم د خپلو غلطيانو نه د زد کړي صلاحيت هم نه لري،
رميز راجه دا هم وئيلي داسي محسوسيږي چي د قامي کرکټ ټيم لوبغاړو نه دا خبره هيره شوي چي کرکټ څنګه لوبيږي،په داسې صورتحال لوبغاړي په بورډ باندي څنګه د خپلې خوښې فيصلو لپاره دباو اچوي چي په ميدان کښې ئي کارکردګي صفر ده،
سابقه کپتان په ټيم مينجمنټ هم سوال پورته کړې او وئيلي دي چي دا ښکاره خبره ده چي رضوان په دريم نمبر بيټنګ نشي کولي نو ولي هغه بيا بيا په دريم نمبر لوبيږي،رميز راجه په غوره بيټنګ د بيټسمين افتخار علي ستائينه هم کړيده