قبائلى ضلعو کښې صوبائى نشستونو انتخاباتو لپاره ټولې تيارې مکمل کړې شويدى

قبائلى ضلعو کښې صوبائى نشستونو انتخاباتو لپاره ټولې تيارې مکمل کړې شويدى او انتخابى مهم به نن د شپې دولس بجې بند شى او په مجموعى توګه دوه سوه پنځه اتيا اميدواران په شپاړس نشستونو ميدان کښې دى ، چې پکښې دوه زنانه هم شامل دى
تفصيلاتو ترمخه قبائلى ضلعو کښې اليکشن کميشن لخوا شپاړس صوبائى نشستونو باندې انتخاباتو ټولې تيارې مکمل کړې شويدى او انتخابى مهم به نن د شپې دولس بجې بند شى
پولنګ به په شلم جولائى سحر اته بجې نه به تر مازيګر پنځو بجو پورې بغير د څه وقفې نه جارى وى
اليکشن په ورځ به پولنګ سټيشن کښې دننه موبائل او هر قسمه وسلې ساتلو باندې سخته پابندى وى
صبا له به بيلټ پيپر او انتخابى مواد به پريزائډنګ افسرانو ته حواله کولې شى
اليکشن کميشن مطابق پولنګ سټيشن کښې دننه موجود ووټرانو ته به د ووټنګ وخت ختميدو باوجود هم ووټ پول کولو دپاره وخت ورکولې شى
اليکشن کميشن حتمى لسټ مطابق په مجموعى توګه دوه سوه پنځه اتيا اميدواران به په شپاړس نشستونو مقابله کوى په کوم کښې دوه زنانه هم شاملې دى