قبائلي اضلاع کښې د صوبائي اسمبلۍ لپاره انتخابات پرامنه طرېقې سره ترسره شول

قبائلي اضلاع کښې د صوبائي اسمبلۍ لپاره انتخابات پرامنه طرېقې سره ترسره شول

په قبائلي اضلاع کښې په وړومبي ځل د صوبائي اسمبلۍ لپاره انتخابات په پرامنه طرېقې سره ترسره شول، په انتخاباتو کښې زياتره داسې زنانه او نارينه ووټران هم وو چاته چې د ووټ د اچولو چل هم نه ورتلو، بيا ئې هم په انتخاباتو کښې ښۀ د زړه د خلاصه برخه واخسته
د فاټا انضمام نه پس د قبائلي اضلاع په شپاړس صوبائي حلقو باندې په وړومبي ځل انتخابات ترسره شول ، انتخاباتو کښې د سياسي جماعتونو سره سره آزاد اميدوارانو هم په ګڼ تعداد کښې برخه واخسته، د ملک د نورو پرامنه علاقو په رنګ قبائلي اضلاع کښې هم پرامن طريقې سره انتخابات ترسره شول، انتخاباتو کښې ډېرو خلقو په وړومبي ووټونه واچول، زياتره زنانوؤ ته پته هم نه چې ووټ به څنګه اچولے کيږي، د خپل اميدوار انتخاب به څنګه کوو، بعضې مشرانو ناريناؤ ته هم د پولنګ خاص طريقه نه وه معلومه ، د قبائلي رواياتو باوجود زنانوؤ په انتخاباتو کښې ښۀ د زړۀ د خلاصه برخه واخسته او خپل اميدوارانو ته ئې ووټونه واچول،د زنانوؤ موقف وو چې په علاقه کښې بجلي نشته،ځوانان بچي زمونږ بې روګاره دي، که چرې د ووټ په ذريعه په سيمه کښې سوکالي راشي نو د دې نه بله ښۀ خبره نشته،هم په دې خاطر مونږ په ووټونو کښې د برخه اخستو فيصله وکړه