په ټرائبل ډسټرکټس کښې درې سوه شل پولنګ سټيشنې حساس ګرځولے شوى ، د عام انتخاباتو لپاره اتلس سوه څلور اتيا پولنګ سټيشنو د جوړولو منظورى ورکړې شوې
ريجنل اليکشن کميشنر فاټا عنايت الله خان وزير خېبر نيوز سره خبرو اترو په وخت وئيلى دى چې ټرائبل ضلعو کښې ټول اتلس سوه څلور اتيا پولنګ سټيشنز او ديارلس زره پولنګ بوتهـ جوړ کړے شوى
درې سوه شل حساس پولنګ سټيشنو کښې به خفيه کيمرې نصب کولے شى ، د هغوى وينا ده چې اتلس سوه څلور اتيا پولنګ سټيشنو کښې څلور سوه درې شپيته د نارينوؤ او درې سوه اوويشت زنانوؤ لپاره دى
دې نه علاوه يو زر څلور شپيته کمبائنډ پولنګ سټيشن دى
د عنايت الله خان وزير وينا ده چې ديارلس زره اته پويشت پولنګ عمله تعينات کولو پريکړه کړې شوېده
پولنګ سټيشنو کښې دننه او بهر به پاک پوځ ځوانان تعينات وى
هغوى زياته کړه چې ټرائبل ډسټرکټس ټوله ابادى پنځوس لکه ده چې پکښې پينځويشت لکه لس زره يو سل دري اتيا ووټران دا ځل به زنانه ارومرو ووټونه پول کوى