قبائلي علاقو کښې د انتخاباتو کامياب انعقاد د امن او جمهوريت فتح ده

فردوس عاشق اعوان اسلام آباد کښې عاليه آغا اکيډمي آف انټرنل آرټس پرانسته کړي

معاون خصوصې برائے اطلاعات فردوس عاشق اعوان وئيلي دي چي د ترهه ګرۍ نه متاثره قبائلي علاقو کښې د انتخاباتو کامياب انعقاد د امن او جمهوريت فتح ده،دا ئي هم وئيلي دي چي د قبائيلي اضلاع نوي متنخب نمائندګان به د خپلې علاقې په ترقي کښې مهم کردار لوبوي،
قبائيلي اضلاع کښې د صوبائي اسمبلۍ انتخابات په انعقاد د وزيراعظم اطلاعاتو لپاره خصوصي معاون فردوس عاشق اعوان خپل بيان کښې وئيلي دي چي د ترهه ګرې په ضد جنګ کښې د ډيرو قربانو ورستو قبائيلي اضلاع کښې امن په ځائے شويدې،
فردوس عاشق مطابق د ترهه ګرۍ نه متاثره قبائيلي علاقو کښې د ټاکنو کامياب انعقاد د امن او جمهوريت ګټه ده،
د اطلاعاتو خصوصي مرستيالې اميد څرګند کړې چي نوي منتخب کيدونکي نمائندګان به د خپلې علاقې په ترقې کښې مهم کردار لوبي،
خپل بيان کښې فردوس عاشق زياته کړيده چي قبائيلي اضلاع کښې امن په ځائے کولو کښې سيکيورټي فورسز او د علاقې خلقو ډيرې قربانې ورکړيدي