قبائلۍ اضلاع کښې پولنګ عمل پرامن طريقه سره سر ته رسيدلې او د ووټونو شميره روانه ده

قبائلۍ اضلاع کښې په ړومبې ځل د صوبائې اسمبلې انتخابات، پولنګ عمل پرامن طريقه سره سر ته رسيدلې او د ووټونو شميره روانه ده، د پولنګ عمل سحر اتو بجو نه تر د مازيګر پنځو بجو پورې بغير د څه وقفې جارې وو ، د امن و امان لپاره فوجي ځوانان، ليويز اوپوليس اهلکاران تعينات کړي شوي وو
قبائلۍ اضلاع کښې په ړومبې ځل د صوبائې اسمبلې شپاړس نشستونو باندې د انتخاباتو پولنګ عمل سر ته رسيدلې چي له روستو د ووټونو شميره روانه ده، دوه سوه پينځه اتيه اميدوارانو ترمينځه مقابله اوشوه، په دې کښې دوه زنانه اميدوارا نې هم شاملې وي
په مجموعې توګه اته ويشت لاکه ،اتلس سوا، او ، اووه ديرش ووټرانو خپل حق رائے دهي استعمال کړه
د ناريناؤ ووټرانو تعداد شپاړس لاکه يو اوويه زره، دري سوه اته او د زنانو ووټرانو شميره يولس لاکه ديرش زره وو
اليکشن لپاره اته لس سوه اوو نوې پولنګ اسټيشنز قائم کړے شوي وو، چې په کښې پينځه سوه څلور پنځوس انتهائي حساس ګرځولې شوي وو، د امنيت وضع ټينګه ساتلو لپاره انتهائي حساس پولنګ اسټيشنز کښې د ننه او حساس پولنګ اسټيشنز کښې بهر فوجي ځوان تعينات کړي شوي وو،
شکايات درج کولو او نتيجو ترلاسه کولو لپاره اليکشن کميشن کښي سيل قائم کړي شوي وو، کوم چې څلريشت ګهنټے کار کوي