قبائلۍ ضلعو کښې نن د صوبائې انتخاباتو لپاره پولنګ روان دے

قبائلۍ ضلعو کښې نن د صوبائې انتخاباتو لپاره پولنګ روان دے

خيبر پختونخوا کښې ضم شوې قبائلۍ ضلعو کښې په تاريخ کښې اول ځل نن د صوبائې انتخاباتو لپاره پولنګ روان دے، کوم به چې د مازيګر پنځو بجو پورې بغير د څه وقفې جارې وي، د امن و امان لپاره فوجي ځوانان، ليويز اوپوليس اهلکاران تعينات کړي شويدي
دخيبر پختونخوا اسمبلې قبائلۍ ضلعو په شپاړس نشستونو انتخابات روان دي، دوه سوه پينځه اتيه اميدوارانو ترمينځه مقابله ده، په دې کښې دوه زنانه اميدوارا نې هم شاملې دي
په مجموعې توګه به اته ويشت لاکه ،اتلس سوا، او ، اووه ديرش ووټران خپل حق رائے دهي استعماله وي،
د ناريناؤ ووټرانو تعداد شپاړس لاکه يو اوويها زره، دري سوه اته او د زنانو ووټرانو شميره يولس لاکه ديرش زره ده،
اليکشن لپاره اته لس سوه اوو نوې پولنګ اسټيشنز قائم کړے شويدي، چې په کښې پينځه سوه څلور پنځوس انتهائي حساس ګرځولې شويدي، د امنيت وضع ټينګه ساتلو لپاره انتهائي حساس پولنګ اسټيشنز کښې د ننه او حساس پولنګ اسټيشنز کښې بهر فوجي ځوان تعينات کړي شويدي،
شکايات درج کولو او نتيجو ترلاسه کولو لپاره اليکشن کميشن کښي سيل قائم کړي شويدے، کوم به چې څلريشت ګهنټے کار کوي