قبائيلى اضلاع کښې د صوبائى اليکشن لپاره ټولې تيارۍ سر ته رسيدلې

اليکشن کميشن چارواکى وائى چې قبائيلى اضلاع کښې د صوبائى اليکشن لپاره ټولې تيارۍ سر ته رسيدلې، پولنګ عمل شفاف جوړولو لپاره اقدامات پورتا کړے شويدې، انتخابى عمل به سحر اته بجو نه تر ماښام پنځه بجو پورې جارى وى
اسلام آباد کښې د اليکشن کيمشن چارواکو پريس کانفرنس کړے چې پکښې ئې د قبائيلى اضلاع اليکشن په اړه خبرې کړيدې
د چارواکو مطابق قبائيلى ضلعو کښې د صوبائى اسمبلې لپاره اليکشن کيدل لوئې پرمختګ دې چې له مخې به ئې مقامى ووټران په جمهورى عمل کښې برخه واخلى
چارواکى وائى چې اليکشن شفاف جوړولو لپاره ټولې تيارۍ سر ته رسيدلې دې، دغه رنګ امن امان وضع برقرار ساتلو لپاره هم کوټلى انتظامات شويدې
اليکشن کښې به صوبائى حکومت د اليکشن کميشن مکمل مرسته کوى، د پولنګ عمل به سحر اته بجو نه تر ماښام پنځو بجو پورې بغير د څه وقفې جارى وى
د اليکشن کميشن چارواکى دا هم وائى چې قبائيلى ضلعو انتخاباتو لپاره مانيټرنګ ټيمونه تشکيل کړے شويدې کوم به چې په متعلقه ځايونو کښې تعينات کوؤلې شى