قبائيلي اضلاع با هم په سي پيک کښي شاملولے شي،سپيکر اسد قيصر

قبائيلي اضلاع با هم په سي پيک کښي شاملولے شي،سپيکر اسد قيصر

د قامي اسمبلي سپيکر اسد قيصر ووئيلي دي چي قبائيلي اضلاع با هم په سي پيک کښي شاملولے شي د کومے چي د دغه سيمو تقدير بدل کړے شي ۔ موجوده حکومت پسمانده او محروم طبقو تا په ترجيحي بنيادونو توجه وکوي ۔ حکومت د اولس د مشکلاتو پورا احساس لري او د ګراني نا پريشان حال اولس مرسته او مسئلو کښي د کمي لپاره با ټول وسائل په کار راوستے شي ۔ د روزګار موقع او معشيت کښي د ترقي لپاره کوټلي ګامونه اخستے کيږي ۔ ګدون انډسټريل اسټيټ د محروميانو با هم ازاله کولے شي ۔ دا خبرے د قومي اسمبلي سپيکر اسد قيصر صوابي کښي يو غونډے تا په خپله ووينا کښي کړيدي ۔ اسد قيصر ووئيل چي صوابي اتله کښي هائير سکنډري سکول او د بجلي په فيډر هم کار روان دے د کومے با چي د بجلي لوډشډنګ او کم وولټيج مسئله با په مستقل بنياد حواره شي ۔ دغه رنګ د ګدون لپاره هم درے نورے د بجلي فيډر جوړولے شي ۔ اسد قيصر ووئيل چي په دويمه مرحله کښي با د سوئي ګيس په منصوبو کار کولے کيږي ۔ هغوي ووئيل چي د باده او بيسک لپاره درے سواه پنځلس ميلن روپے مختص شويدي۔ د قومي اسمبلي سپيکر اسد قيصر ووئيل چي تير حکومتونو د ملک ادارے تباه کړيدي ۔ د کومے چي نن اولس د ګراني او بے روزګاري سره مخ دي ۔ اسد قيصر دا هم ووئيل چي پختون خواه کښي نيوي ضم شوي اضلاع تا خصوصي فام لرنه کولے کيږي او د قبائيلي اضلاع سره هغه ټول پسمانده سيمو ترقي او اولس مشکلاتو حل لپاره حکومت دغه سيمو تا په تر جيحي بنيادو توجه ورکوي۔ غونډے تا حاجي رنګيز خان سابقه ضلعي ممبر اکمل خان تنولي هم ووينا وکړه ۔