قبائيلي اضلاع کښې انتخاباتو دپاره د سيکورټي سخت اقدامات کړے شويدي

د پيښور سي سي پي او وئيلي دي چي په قبائيلي اضلاع کښې په وړومبي ځل کيدونکي انتخاباتو دپاره د سيکورټي سخت اقدامات کړے شويدي په خيبر او فرنټيئر علاقو دپاره په مجموعي توګه په دري سوه يو کم اويا پولنګ سټيشنو به پنځه زره نه زيات د سيکورټي اهلکار تعينات وي
د پيښور سي سي پي او لخوا جاري شوي بيانيه کښې وئيلي شويدي چي په وړومبي ځل قبائيلي ضلعو کښې کيدونکي انتخاباتو لپاره د سيکورټي سخت اقدامات کړے شويدي
سي سي پي او کريم خان زياته کړه چي په زنانه پولنګ سټيشن به زنانه پوليس اهلکاري تعينات وي،او دي سره سره به د کيو ار ايف ، ريپډ رسپانس يونټ ډيوټي هم لګولے شوي
سي سي پي او دا هم وئيلي چي په خيبر او فرنټيئر علاقو دپاره په مجموعي توګه په دري سوه يو کم اويا پولنګ سټيشنو به پنځه زره نه زيات د سيکورټي اهلکار تعينات وي
کريم خان مطابق په ضلع خيبر کښې په دري سوه دوه څلويښت پولنګ سټيشنو کښې د زنانو يو سل يو ديرش ،د مردانه يو سل يو اتيا،ولي ديرش مشترکه پولينګ سټيشني قائم کړے شويدي،
په ضلع خيبر کښې په مجموعي توګه دري زره اووه سوه اهلکار ډيوټياني سرانجام ورکوي