قبائيلي سيمو کښې د اسمبلو نشستونو کښې د اضافے نه بغير اليکشن کول د قبائيلو سره دهوکه ده

0
46

د پاکستان مسلم ليګ ن صوبائي صدر امير مقام وئيلي دي چي قبائيلي سيمو کښې د قامي او صوبائي اسمبلو نشستونو کښې د اضافے نه بغير اليکشن کول د قبائيلو سره دهوکه ده
قبائيلي ضلعو کښې د اليکشن ځنډيدو په حقله خپل بيان کښي ن ليګ صوبائي صدر امير مقام وئيلي چي حکومت دي د پنځه ويشتم ائيني ترميم مطابق په قبائيلي ضلعو کښې د قامي او صوبائي نشستونو کښې اضافه اوکړي، دکوم نه پس چي دي بيا اليکشن اوکړے شي
امير مقام زياته کړي چي د اليکشن شيډول جاري کولو سره د هغه ځائے د سياسي او اميدوارانو سره غټه دهوکه شوي او بلدياتي اليکشن به د صوبائي اليکشن نه وړاندي په يو صورت کښې هم تسليم نکړے شي،
امير مقام وئيلي چي حکومت دي د قبائيلي ضلعو دپاره د پارليمنټ نه منظور شوي بل مطابق دوه سوه بلين ترقياتي فنډز جاري کړي او د اين ايف سي ايوارډ مطابق دي بجټ کښې حصه ورکړے شي