قبائيلي ضلعو کښې انتخاباتو دپاره ټولے عسکري او سول سيکورټي ادارے په پوره توګه تياري دي

د ايپکس کميټي غړؤ وئيلي دي چي په قبائيلي ضلعو کښې د صوبائي نشستونو دپاره کيدونکو انتخاباتو دپاره ټولے عسکري او سول سيکورټي ادارے په پوره توګه تياري دي
پيښور ګورنر هاوس کښې د ګورنر شاه فرمان په مشرئ کښې د ايپکس کميټي غونډه اوشوه په کوم کښې وزيراعلي محمود خان ، کورکمانډرليفټنټ جنرل شاهين مظهر محمود، ائي جي پوليس ډاکټر محمد نعيم، چيف سيکرټري سليم خان ،سيکرټري داخله او نورو عسکري او سول چارواکو ګډون اوکړو
غونډه کښې په قبائيلي ضلعو کښې د صوبائي نشستونو دپاره کيدونکو انتخاباتو متعلق د سيکورټي په چارو تفصيل جاج واخستے شو،
دحتمي سيکورټي پلان مطابق انتخاباتو دوران به څلور ديرش زره څلور سوه اووه نوي سيکورټي اهلکارو بشمول ارمي،پوليس ، خاصه دار، ليويز، او ايف سي ، ډيوټي ورکوي،او د انتخاباتو دپاره اتلس سوه اووه نوي پولنګ سټيشنے قائم کړے شويدي چرته چي به اته ويشت لکهه رجسټرډ ووټران خپل ووټونه اچوي
ايپکس کميټي غونډے ته ګورنر شاه فرمان اووئيل چي د پرامنه او شفاف انتخاباتو انعقاد د حکومت ترجيحي ذمه واري ده او په تاريخ کښې په وړومبي ځل د قبائيلي سيمو اولس د صوبائي اسمبلئ دپاره د خپل ووټ په ذريعه د خپلو نمايندګانو انتخابات کوي