قطر کښې د افغان طالبانو او امريکې ترمينځه مذاکرات مهم پرمختګ دے

0
134

متحده قامونو کښې د پاکستان مستقل مندوبې مليحه لودهي وئيلي دي چې قطر کښې د افغان طالبانو او امريکې ترمينځه مذاکرات مهم پرمختګ دے بايد چې افغان کشالې د هوارې لپاره سفارتي کوششونه تيز کړې شي
د افغانستان په صورتحال د جنرل اسمبلې اجلاس ته وينا په وخت مليحه لودهي وئيلي دي چې نړۍ هم دا خبره منلې ده چي د افغانستان مسئله د ټوپک د لارې د حل کيدو نه ده
د هغې وينا وه چې د امريکې صدر ډونلډټرمپ د افغان امن عمل لپاره د پاکستان مرسته غوښتي وه او وزيراعظم عمران خان هم د ټرمپ د خط مثبت جواب ورکړېدے
مليحه لودهي زياته کړه چې د افغانستان بدامنې نه پاکستان هم متاثره شوېدے او دا چې اسلام آباد انتظاميې هميشه د افغانستان د مسئلې سياسي حل راويستو مطالبه کړېده