قطر کښې د افغان طالبانو سياسې دفتر وفد د پاکستان دوره ځندولې ده

0
254
قطر کښې د افغان طالبانو سياسې دفتر وفد د پاکستان دوره ځندولې ده

قطر کښې د افغان طالبانو سياسې دفتر وفد د پاکستان دوره ځندولې ده،ذرائع وائې چې افغان طالبانو ترمينځه اسلام آباد کښې د مذاکراتو په معامله اختلافات پيدا شوې وو ،افغان دولت هم د طالبانو وفد پاکستان دورے باندې اعتراض کړې وو
د افغان طالبانو ترجمان ذبيح الله مجاهد لخوا څو ورځې وړاندي جاري کړې شوي بيان کښې وئيلې شوي وو چې د قطر دفتر وفد به په اتلسمې فرورۍ پاکستان ته ځۍ او وزيراعظم عمران خان سره به ملاقات کوې
بيان کښې وئيلې شوې وو چي طالبانو وفد به عمران خان سره ملاقات کښې د پاکستان او افغانستان مسئلو،افغان تاجرانو او کډوالو پشمول نور معاملو باندې خبرې اترې کوي
ذرائعو مطابق افغان طالبانو وفد د پاکستان خپله دوره ځنډولې ځکه چې پاکستان ته سفر په معامله طالبانو ترمينځه اختلافات پيدا شويدي،طالبان ذرائعو وئيلې چې دغه دوره د تکنيکې وجوهاتو لوجي ځندولې شوې ده
بلخوا افغان دولت هم د طالبانو پاکستان ته سفر باندې اعتراض کړې وو او دے لړ کښې ئې متحده قامونو ته باقاعده يو تحريرې شکايت هم ليږلے وو
ياده دے وې چې افغان طالبانو او امريکائي چارواکو ترمينځه د مذاکراتو نوې دور به د پينځويشتمې فرورې نه قطر کښې شروع کيږې