قندهار کښې په ټريفکي پېښه کښې پينځلس مسافر په حق رسيدلي

0
5

د افغانستان قندهار ولايت کښې په ټريفکي پېښه کښې پينځلس مسافر په حق رسيدلي او پينځلس ژوبل شوي دي
د قندهار ولايت والي وياند عزيز احمد عزيزي وينا ده چې بس هرات ولايت ته روان وو چې نن سحر د ژړۍ اولسوالۍ اړوند د حوض مدد په سيمه کښې مزدا ګاډي سره جنګيدلے چې پکښې پينځلس مسافر په حق رسيدلي او پينځويشت ټپيان شوي دي
په مړو کسانو کښې درې زنانه او درې کوچنيان شامل دي
پيښه کښې ژوبل شوي کسان علاج لپاره اسپتال ته رسولے شوي دي