قندوز ولايت کښې په چيک پوسټونو د طالبانو حمله کښې شپږ پوليس اهلکار په حق رسيدلي

قندوز ولايت کښې په چيک پوسټونو د طالبانو حمله کښې شپږ پوليس اهلکار په حق رسيدلي

د افغانستان قندوز ولايت کښې د سيکيورټي فورسز په چيک پوسټونو د طالبانو حمله کښې شپږ پوليس اهلکار په حق رسيدلي دي،پروان ولايت کښې د نښتو په مهال هم څلور پوځيان په حق رسيدلي او جوابي کارروائۍ دوران څلور طالبان وژلي شويدي
د افغانستان خبري ادارو ترمخه قندوز ولايت کښې طالبانو د سيکيورټي فورسز په چيک پوسټونو حملې کړېدي
خبري ادارو د سيکيورټي چارواکو په حواله وئيلي دي چې دا حملے د شپے ناوخته په امام صيب او چاردره ضلعو کښې شوي وې او د هغې وروستو د طالبانو او سيکيورټي فورسز ترمينځه د پنځه ګهنټو پورې نښتې شوي وې
د طالبانو حملو کښې شپږ پوليس اهلکار په حق رسيدلي او اووه ژوبل شويدي
بلخوا طالبانو پروان ولايت کښې د افغان پوځ په چيک پوسټ حمله کړي چې په نتيجه کښې څلور پوځيان په حق رسيدلي او پنځه ژوبل شويدي ولې د سيکيورټي فورسز جوابي کارروائۍ دوران څلور طالبان هم وژلي شويدي