قندوز ښار کښي طالبانو حمله کښي اويا نه سيوا کسانو ته مرګ ژوبله اوختي ده

0
176
قندوز ښار کښي طالبانو حمله کښي اويا نه سيوا کسانو ته مرګ ژوبله اوختي ده

افغانستان کښي طالبانوامريکائي چارواکو سره دوحه کښي د مزاکراتو نوي دور وړاندي د ملک په مختلف ولايتونو کښي نوي محازونه پرانستي ، طالبانو شمالي ښار قندوز کښي نوي حمله کړي چه پکښي اويا نه سيوا کسانو ته مرګ ژوبله اوختي ده
سيکيورټي چارواکو مطابق طالبانو تيره ورځ پنځلس ولايتونو کښي په يو وخت حملې کړي ولي د طالبانو زياتره حملې پشا تمبولي شويدي، چارواکي وائي چه ټول ملک کښي افغان سيکيورټي فورسز هائي الرټ او د طالبانو مقابلې لپاره تيار دي
قندوز ښار کوم چي سټريټيجک لحاظ سره يواهم ښار ګڼلي کيږي، طالبانو تيره ورځ په دغه ښار د مختلف اړخونو نه حمله کړې
د صوبائي ګورنر ترجمان مطابق طالبانو او افغان سيکورټي فورسز ترمئينځه نښتو کښي په لسګونو کسان وژلي شوي يا ژوبل شوي، بلخواد صحت محکمې چارواکي وائي چه هسپتالونو ته اويا نه سيوا مړي او ژوبل کسان راوړلي شوي
طالبانو په شمالي ولايتونو بغلان ، تخار، بدخشان، فارياب ، سورپل او بلخ کښي هم حملي کړي ولي دي حملو کښي د مرګ ژوبلي مصدقه اطلاعات نه دي ترلاسه شوي ،
غربي ولايت غور کښي د طالبانو په يوه حمله کښي دافغان سيکورټي فورسز اووه اهلکار په حق رسيدلي،دغه رنګ هلمند کښي هم طالبانو په دري اولسواليو په يو وخت حمله کړي،د صوبائي ګورنر ترجمان مطابق د طالبانو دغه حملي پشا تمبولي شوي ولي انښتو کښي څلور فوځيان او پنځلس طالبان وژلي شوي